د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن ، د ايران دسلګونو بسيجانو يا رضا كارو ځواكونو په ټول كښې په غزی تراړې د صهيونست رژيم وحشی توبونه او جنايتونه،د دغه رژيم د سرغنو حيرانونكې سبعيت وباله او زياته یې كړه اسلامی په تيره بيا عربی هيوادونه بايد په دې مسئله كښې خپل چلند سم كړی ، د غزې تراړې له مظلوم ، میړنيو خو سرلوړو خلكو سره مرسته وكړی او د دغه سيمې د كلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې وكړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای په غزی تراړې دصهيونست رژيم د يرغل هدفونه بيان كړل او زياته یې كړه په غزی په يرغل كښې د دغه نيواكګر رژيم د سرغنو حيرانونكې سبعيت وښودله چې دغه عناصر كاملا وحشی دی آو د انسانيت بوی یې هم نه دی اخيستی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ډاګينه كړه په غزی كښې د صهيونستانو جنايتونود اسلامی نړۍ د دښمنانو ماهيت او په نړيوالو ټولنو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت ماهيت روښانه كړ.
د رهبرۍ ستر مقام د صهيونستانو له جنايتونو د سلطې د نظام د سرغنو په پريكنده ملاتړ نيوكې وكړی او زياته یې كړه آمريكا، انګلستان او فرانسی حتی دغه بی رحمه او سخت زړی صهيونستی رژيم ته تندی هم تريو نكړ ،او د دغو جنايتكارانو په لمسولو، هڅولو او ملاتړ سره یې وښودله چې د اسلامی امت كركجن او تاوتريجن دښمن څومره له اخلاقو او انسانيت څخه ليری دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفركايل د آمريكا په شمول د استكبار مشران چې په غزی كښې د وحشی صهيونستانو له غميزو او جنايتونو ملاتړ كوی ، څنګه په سپين سترګې توب سره د بشری حقوقو ادعاګانې كوی او ځان د نورو ملتونو او هيوادونو د محاكمه كوونكې ګڼی.
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ د غزی د پیښو په وړاندې د اسلامی او عربی هيوادونو چلند هم مناسب نه ؤ ، ځكه ځينو یې يوازې په خبرو بسنه وكړه او ځينو خو یې حتی په خبرو كښې هم صهيونستان ونه غندل د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی ايران له ولسمشر څخه د اسلامی شورا د استازو د پوښتنو د مسئلې د اړخونو په بيانولو كښې ،له ولسمشر او نورو اجرايی مسئولانو پوښتنې ، د ايران د مسئلو په وړاندې د ملت د استازو د مسؤليت د احساس نښه وبلله او زياته یې كړه اجرايی مسئولانو د ځواب او سپيناوې لپاره په میړانې او په نفس په اعتماد سره خپل چمتووالی اعلان كړی دی .
1142087