IQNA

سردار جعفری: اسلامی ايران غزې تړانګې ته يوازې خپله ټكنالوجی منتقله كړې ده

18:03 - November 21, 2012
د خبر لمبر: 2452756
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری نن د دې خبرې په كولو سره چې ايران هیڅ ډول وسله په مستقيم ډول غزې تړانګې ته نه ده لیږلې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری زياته كړه ايران يوازې هغو مسلمانو او محرومو ملتونو ته چې له مستكبرانو او سرزورو سره مقابله كوی، په پوځی اړخ كې يوازې خپله ټيكنالوجی منتقلوی.
د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك عمومی قوماندان وويل مقاومت د غزې تړانګې د اوسيدونكو د نجات او ژغورنې يوازنۍ لاره ده، كه دوی د اسرائيلو له غاصيب رژيم سره ډير وړوكی سازباز هم كړی وائ نو د دوی په تاوان به تماميده او برياليتوب به يوازې په مقاومت سره تر لاسه شی.
1142206
captcha