د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی زياته كړه خو دبشپړ سنبال صهونيسټ رژيم د يرغلونو په وړاندې په غزې كې د فلسطينی ملت مقاومت دغه تيریګر رژيم خپلو سپيروموخو ته په رسيدا كې نهيلی كړ.
آيت ا.. امامی كاشانی په دې خبرې په ټينګار سره چې دغزې تړانګې دفلسطينيانو په ضد دصهونيسټ رژيم اته ورځنی جنګ د صهونسټ رژيم او د هغو دملګرو لپاره ئې چې په سر كې ئې امريكا ده يوازې تورتم اوشرمندګی پریښودلې ،ټينګار وكړ په دغه جنګ كې ددغه رژيم وحشی توب تاؤتريخوالی او درندګی دټولو نړيوالو لپاره يو ځل بيا ښكاره شوه.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب پخپلو خطبو كې د سورئې د ملت او حكومت په ضد د دښمنانو دسيسو ته په اشارې سره وويل دمقاومت دښمنانو دصهونيسټ رژيم دموخو په لړ كې ترهه ګرو ته دوسلو په لیږدولو سره په سيمې كې مقاومت ته په ګوزار وركولو پسې دی خو په دغې لارې كې ئې سخته ماته وخوړله .
آيت الله امامی كاشانی داسلام په ضد دامريكا اوصهونيسټ رژيم دسيسو ته اشاره وكړه اووې ويل كه اسلامی نړۍ سره يواو متحده شی ،نو امريكا او صهونيسټ رژيم به په سيمې كې نور هیڅ ځای ونه لری . هغه همداراز دظلم او استبداد په ضد دحضرت امام حسين عليه السلام حماسی پاڅون ته په اشارې سره وويل دامام حسين عليه السلام خوځښت له توحيده راپورته شوی او هدفمنه اوشفافه لاره وه.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د بسيج اونۍ او له اسلامی انقلاب او نظامه په دفاع كې دبسيجی موخو په باب هم وويل دټولنې وحدت او دايران دملت انسجام داسلامی نظام ددښمنانوټوله دسيسې شنډې كړی دی او بيا هم بايد ځير ا و هوښيار ووسو
1142707