IQNA

په غزې او د فلسطين په نوروسيموكې د كاميابی او وحدت جشنونه لمانځل كیږی

11:58 - November 24, 2012
د خبر لمبر: 2453320
نړيواله ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ په يوې اعلامیې كې د فلسطين له مبارز ملته غوښټی دی د جمعې ورځ د برياليتوب په جشن او د خپل انسجام او وحدت په عمومی لاريون كې دې پخپل پراخ شتون سره دې خپل میړنتوب نندارې ته وړاندې كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له معا خبری اژانس یې نقلوی چې اسلامی مقاومت ټولو ته د وحدت ګټه وښئ همداراز په دغې اعلامیې كې زياته شوې د غزې په مظلومو خلكو د وحشی ډوله صهونيسټی رژيم تيریګر پوځ په بې امانه حملو او وحشی ګريو وروسته او دغه راز په ځواب كې د مقاومت د مبارزانو په لاس د صهيونيسټانو دخوبونو خرابولو پسې فلسطينی ملت خپله معنوی روحيه او ملی وحدت پياوړی كړ او د مونږ د مقاومت په وړاندې ئې د صهونيسټ غاصب رژيم په ګوډو كړ او د مونږ شرطونه ئې ومنل اوس بايد درست ملت په وياړ او يووالی ا و انسجام سره د جمعې ورځې لاريون په ولولې او انګيزې سره ولمانځی.
هم دا راز د حماس غورځنګ يوه مسئول مقام محمود الزهار هم له اشرق الاوسط سره په خبرو كې ټينګار وكړ د تل ابيب زړه ته د مقاومت د توغنديو رسيدا د اسرائيلو له نيواكګر رژيم سره دجنګ معادله بدله كړه او دا به سبب شی چې اسرائيل په راتلونكی كې دغزې تړانګې په ضد له هرډول بلاغوښتنې مخكې دغه موضوع تر زرو كرتو پورې ورازوی.
محمود الزهار په غزې داسرائيلو دحملې په باب دمصر ددریځونو په قدرونې سره زياته كړه مونږ له نوی مصره همدغه شان هيله درلوده چې له ولسمشر او حكومت او خلك ئې دفلسطينی ملت تر شاولاړ دی
1142651

captcha