د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی چې د عراق په سفر تللی پرون په بغداد كې د عراق د پارليمان له مشر اسامه نجفی سره په كتنې كې زياته كړه دواړه هيوادونه په بيلابيلو سياسی،اقتصادی او صنعتی بحثونو كې سره ښه مشاركتونه درلودلی شی.
اسامه نجفی هم د ايران او عراق د پارليمانو ترمينځ د تلو راتلو او سلامشورو په زياتيدا په ټينګار سره هيله وښودله، سيمه ايزې مسئلې داسې پر مخ لاړې شی چې په نهايت كې د مسلمانانو په ګټه او د هغوی ترمنیځ د اړيكو د پياوړتيا سبب شی.
د عراق د پارليمان مشر هم دا راز د صهونيسټ رژيم مشرانو ته په خطاب كې ټينګار وكړ د درز او تفرقې هغه اوور چې په سيمې كې ئې زياتوئ، يوه ورځ به د تاسو لمن ته هم ورسیږی.
د ايران د اسلامی شورا مشر پرون د عراق په سفر نجف ا شرف ته تللی له سترو دينی مراجعو سره ئې ليده كاته كړی او پرون ئې هم په بغداد كې له لوړ پوړو حكومتی چارواكو سره ليدلی دی.
1144930