د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب د فلسطين د مقاومت د توغنديو په وړاندې د اوسپنيز ګنبد په نامه د توغندويی ډال ناركارندوالې ته اشاره وكړه او ویې ويل،د مقاومت توغندويی توان وښودله چې د صهيونست رژيم توغندويی سيسټم صهيونستان نه شی ساتلای .
ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی وويل د صهيونست رژيم په مقابل كښې په غزې تراړه كښې د مقاومت بريالی توب ،د مسلمانانو او د فلسطين د ملت صلابت او اقتدار وښوده او د قدس د نيواكګر رژيم لپاره يو عبرت شو او دغه بريالی توب،په صهيونست رژيم د مسلمانانو برياليتوب ؤ .
د تهران جمعی لمانځه خطيب په غزی د صهيونست رژيم په اته ورځنيو يرغلونوكښې ، د دغه سيمې د اوسيدونكو عامل وژلی ته اشاره وكړه او ویې ويل دغو عام وژلو د بشری حقوقو د مدعی نړيوالو ټولنو د دندو دروغوالی ثابت كړ .
ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی همدغه راز زياته كړه د فلسطين په وړاندې د نړيوالو ټولنو دوه ګونی چلند،هره ورځ د هغوئ موقعيت پياوړی كوی ،ځكه دغه ارګانونه ولسی نه دی ،بلكې په ځانګړو حكومتونو او صهيونست رژيم پورې تړلی دی .
دتهران د جمعی لمانځه خطيب د غزې تراړې د اوسيدونكو پرضد د صهيونست رژيم په اته ورځنې جنګ كښې د فلسطين له ملت څخه د اسلامی ايران مقتدرانه ملاتړ ته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران اسلامی جمهوريت د تيریګرو په مقابل كښې ،په سيمه كښې د قدرت يو مركز دی . هغه د سوريی د ملت او حكومت پرضد د دښمنانو دسيسو ته اشاره وكړه او ویې ويل د مقاومت دښمنانو د اسرائيلو داهدافو لپاره ،په سوريه كښې ترهه ګرو ته وسلی استوی او هڅه كوی چې ،په سيمه كښې مقاومت ته ګوزار وركړی ،خوپه دې لاره كښې به هم ماتې به وخوری .
ښاغلی كاظم صديقی په ايران د دسامبر ۶ چې د محصلينو ورځ ده ،يادونه وكړه او دغه ورځ یې د زورويونكو په وړاندې د ځوان او پوهه نسل د يادونكې ورځ وبلله . هغه وويل محصلين نن سبا د ايران اسلامی جمهوری نظام ته د وفادارۍ سمبولونه دی او په اقتصادی جنګ كښې هم بايد په خپلو دندو عمل وكړ .
1145466