د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې له «alyaexpress» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د امريكې د اسلامی اړيكو د كنیډا شورا په يوې بيانیې كښې، چې يوه نسخه یې د ټورنټو يهودی مدرسو ته هم ولیږلې شوه ليكلی دی: د هغه اطلاعاتو پر اساس چې مونږ ته په لاس راغلی دی، د ټورنټو په خوا و شا كښې په ځينې يهودی مدرسو كښې زده كوونكيو ته يوه جزوه ښودل كیږی چې په هغه په اسلام او مسلمانانو باندې سخت بريدونه شوی دی.
دا جزوه «جو دووك» ليكلې ده چې د اسلام په هكله غير واقعی مطلبونه په كښې ليكلی شوی دی او اسلام په كښې دهشت ګرد دين او د پيغمبر(ص) په كښې سپكاوې شوی دی.
د ټورنټو پوليسو ويلی دی چې هغوی شپږ مياشتې وړاندې له دې جزوې خبر شو خو چې څیړنه یې وكړه نو په دې جزوې كښې يو ډول تسامح شوی دی نو بنديز یې پرې ونه لګول.
1145403