د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له رويترز خبری اژانس یې نقلوی، د مصر د اساسی قانون ليكونكی غونډې دا پاس كړه چې د اسلامی شريعت قانون د دې هيواد د قانون ليكلو لپاره اصلی سرچينه وګرځوی.
د مصر د اساسی قانون ليكونكی غونډې د پنجشنبې په ورځ د ليندې د مياشتې په 9 نیټه، د اساسی قانون په هكله ټول ټاكنه وكړه چې بيا یې نيغ په نيغه ولس مشر ته وړاندې كړی.
دې غونډې دا پاس كړه چې د اسلامی شريعت قانون د دې هيواد د قانون ليكلو لپاره اصلی سرچينه ده.
نو د دې ګزارش مطابق د هيواد رسمی دين اسلام او د رسمی ژبه عربی وګرځيده.
1145337