IQNA

فلسطين ته د رسيدلو لپاره لومړۍ قدم د صهيونيسټانو له ورځې نه بلې ته د هغوی زوال

20:09 - December 01, 2012
د خبر لمبر: 2456634
سياسی ډله: په يو لوی نظر كښې په ډېره ښه طريقه دې ته پام كولې شو، چې كله په سيمه كښې اسرائيل د مقاومت له وړو ډله ماتې خوری او په خپلو كښې داخلی اختلافات هم لری، او اخرنی ځل په ملګری ملتونو كښې په نړيواله توګه په ټولټاكنه كښې د هغه رژيم رزال، اخر به فلسطين له نهره تر بحره ورسیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د تهران له راډيو یې نقلوی، د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلې كې د فلسطين دموقعيت د لوړاوی د پريكړه ليك له تصويبه څو ساعته وروسته،صهيونستی مقاماتو ددې فيصلې به غبرګون كې، په سپين سترګی اقدام كې اعلان وكړ چې د صهيونست ميشتو ښارګيو په پراخولو پسې دی. په دې چوكاټ كې صهيونست رژيم اعلان وكړ چې د ۳ زره كورونو دجوړولو كار به ډير ژير پيل كړی.
د ويلو ده چې په ملګرو ملتونو كې دفسطين موقعيت لوړاوی،د صهيونست رژيم غصه راپارولې ده، او صهيونستی مقاماتو د خپلې بې نزاكتۍ په چوكاټ كې يو ځل بيا ، دفلسطين له خلكو د نړيوالې ټولنې د زياتيدونكی ملاتړ په مقابل كې د ملنډو و سپكاوی ادبيات وكاروه. د صهيونست رژيم د كابينې ويندوی مارك رګو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو كې د فلسطينيانو په برياليتوب په نيوكې سره ،له فلسطينيانو د نړيوال ملاتړ له اجماع څخه ددغه رژيم غصه پټه نشوه كړې،او په ډاګه یې وويل، د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلې كې د فلسطين برياليتوب بې معنی تياتر دی. د صهيونستانو اقدام د فلسطينيانو دغبرګون سبب شو، په دې چوكاټ كې د فسطين د كورواكو تشكيلاتو ويندوی په فلسطينی سيمو كې د صهيونست ميشتو ښارګيو جوړول وغندل . نبيل ابوردينه دجمعې په مازیګر ،قدس او لويدیځې غاړې كې د صهيونست رژيم له لوری د دغو نويو كورونو د جوړولواعلان وغنده، او وې ويل، د صهيونست رژيم دغه اعلان، ټولو هغو هيوادونو ته سپكاوی دی چې په ملګرو ملتونو كې دفلسطين د موقعيت لوړاوی ته یې مثبته رايه وركړې د ه.
هغه د صهيونست رژيم دغه اقدام غير قانونی او غير شرعی وباله . دا په داسې حال كې دی چې د فلسطينيانو په مقابل كې د امريكا د حكومت غلط او سپيره چلند دوام لری او امريكا په دې چوكاټ ې كې یې د ښارګيو د پراختيا په اړه د صهيونست رژيم په طرحې نيوكه كړې ده. په دې منځ او مان كې د سپينې ماڼۍ ويندوی تامی ويتور د جمعې په ورځ وويل، د ښارګيو د جوړولو لپاره د اسراييلو د كابينې نوی پروګرام رغنده نه دی.
د صهيونستی ښارګيو له جوړولو سره د امريكا ظاهری مخالفت په داسې حال كې چې عملا ، له اسراييله په سياسی ، اقتصادی او پوځی هر اړخيز ه ملاتړ سره ،ددې رژيم تاوتريخجنو او پراختيا غواړو سياستونو ته شينه اشاره ښودلې ده.
ددې تر څنګ چې ا مريكا ، دملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په راې اخستلو كې ، له څارونكې ا دارې، د څارونكی حكومت په توګه د فلسطين د موقعيت د لوړاوی پريكړه ليك ته یې هم منفی يا مخالفه رايه وركړه. دملګرو ملتونو ۱۳۸ غړيو هيوادونو د فلسطين د موقعيت لوړاوی ته مثبته،امريكا ، چك ، مارشال ټاپوګانو،ميكرونزی ،نائورو ، پالائو،پاناما،او صهيونست رژيم هم منفی رايه او دانګلستان په شمول ۴۱ هيوادونو هم سپينه يا ممتنع رايه وركړه.
captcha