IQNA

د استاد مطهری د كتاب "انسان او سرنوشت" په جرمنۍ ژبه ژباړه وشوه او خپور شو

20:38 - December 02, 2012
د خبر لمبر: 2457374
د ادب ډله: د شهيد آيت‌الله مرتضی مطهری تأليف «انسان و سرنوشت» كتاب په برلين كښې په جرمنۍ ژبه وژباړل شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له اسلامی كلتور او اړيكو له سازمانه یې نقولی، د دې كتاب خپرونكی ادارې د دې كتاب په سريزې كښې راوړی دی: د انسان او د هغه د برخليك په هكله پوښتنه داسې پوښتنه ده چې د هر انسان ورسره مينه ده... د حتمی برخليك او د انسان د اختيار او ازادۍ تر مينځ چې كومه ټكره ده دا ډېر مطلبونه لری چې په يو نوی اسلامی تفكر سره په دې كتاب كښې وړاندې كیږی.
د دې كتاب په جرمنۍ ژبه ژباړه ښاغلی «آنه ماری مرعشی» كړې ده او په «برِمن» كښې «م. هاديتك» خپروندویې ادارې د هامبورګ د اسلامی مركز په مرسته په 140مخونو كښې خپره كړې ده، بيه یې د جرمنی په بازار كښې اته يورو ده.
1146910
captcha