IQNA

21:48 - December 03, 2012
د خبر لمبر: 2458119

علی لاريجانی: د سيمې د هيوادونو په سلامشورو سره دې د سيمه ايزو لانجو مخه ونيول شی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن په خبری غونډه كښې ،په سيمه كښې د ځينو هيوادونو د لانجمنو چلندونو په اړه وويل ځينې د غزې په شمول په مينځنی ختیځ كښې كړكيچ جوړوی او لكه څنګه چې د فلسطين د خلكو له قدرت سره مخ شول،نو شرايط یې بدل كړل .

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علی لاريجانې د سوريی په اړه د تهران د سياست په اړه وويل،په دغه هيواد كښې بايد ولسواكې ټينګه شی او په وسله والې رودې سره سوريه سولې او ثبات ته نه رسیږی
. لاريجانې،له ايران سره د مستقيمو خبرو اترو په باب د آمريكا د خارجه وزيری هيلاری كلنټن د څرګندونو په هكله وويل كه دوئ په خپلو خبرو كښې په كوم هدف پسې وی ،نو د ۵+۱ ډلی د خبرو اترو په چوكاټ كښې یې تعقيبولای شی او كه په خپلو كارونو كښې ریښتونې وی،نو د ۵+۱ ډلی له لارې د خبرو اترو دروازې پرانيستې دی
. د ايران د اسلامی شورا مشر زياته كړه تهران له ۵+۱ ډلی سره په خبرو اترو كښې وړانديزونه كړی ،چې متاسفانه هغوئ هم په سم ډول موضوع تقيب نكړه او يا د بنديزونو په لور ولاړل،خو كه لويدیځوال د لارې بدلول غواړی نو په راتلونكو خبرو اترو كښې وړانديزونه كولای او يا دا چې د ايران د وړانديزونو په چوكاټ كښې اقدام وكړی .
ښاغلی لاريجانې د سوری او تركیې په پولو كښې د پاټريوټ توغندويی سيسټم د لګولو په اړه وويل،د دغه ډول وسلو له لارې د سيمې ستونزې نه شو آوارولای او كوم لوری غبرګون ته نه شو اړ كولای ،سوريی ته د وسلو په استولو سره شرايط نه بدلیږی او دا يوه تيروتنه ده چې وژلی زياتوی .
1147615
captcha