د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك د سمندری ځواك قوماندان سردار اميرالبحر علی فدوی نن وويل دغه الوتكه څنګه چې د ايران سمندری حدودو ته ننوتله نو د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د سمندری ځواك د دفع هوا او څار د كنډك په جال كښې ونيول شوه .
سردار فدوی وويل دغه الوتكه سكن ایګل نومیږی ،چې معمولا له سترو جنګی كشتيو الوت كوی . سردار فدوی په هرمز تنګې او فارس خليج په ستراتيژيكو سيمو كښې د پرديو په درستو اقداماتو او ماموريتونو د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د سمندری يونټونو په برلاسۍ او د هغوئ د استخباراتی اقداماتو د څار لپاره د دغه ځواك چمتووالې ته اشاره وكړه او ویې ويل د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی سمندری ځواك په سيمه كښې له تيرو ۲۵ كلونو راهيسې مقتدرانه شتون لری چې د ايران دښمنان پرې ډير ښه پوهیږی.
د ويلو ده چې دری اونۍ مخكې هم د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه، چې په فارس خليج كښې دايران سمندری حريم ته ننوتې وه، د ايران د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك د جنګې الوتكو له چټك غبرګون سره مخ شوه له دې وړاندې د ايران سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواك قوماندانانو خبرداری وركړی ؤ كه بې پيلوټه آمريكايی الوتكې د ايران هوايی حدودو ته ننوځی، نو سخت چلند به ورسره وشی .
1148206