IQNA

موحدی كرمانی: شام د صهيونيسټ رژيم په وړاندې د دريدا تاوانونه وركوی

15:49 - December 07, 2012
د خبر لمبر: 2459359
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله محمد علی مؤحد كرمانی نن د جمعې لمانځه په خطبه كې په ډاګه كړه چې د سورېې اوسنی شرايط د سيمې او بهرنيو هيوادونو د مداخلې پايله ده چې غواړی د بشار الاسد قانونی دولت ړنګ كړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطبی په ډاګه كړه بايد د سورېې خلك د خپل هيواد برخليك په خپله وټاكی او كه نه د بهرنيو هيوادونو له خوا سورېې ته د وسلو او مهماتو لیږل به د دې هيواد شرايط لا خطرناك كړی.
آيت الله كرمانی زياته كړه د انقلاب د ساتندويه ځواكونو له خوا د امريكايی بې پيلوټه الوتكې راكوزول د امريكا پر ټيكنالوژۍ د ايران د برياليتوب ښودنه كوی او زياته ېې كړه د اسلامی ايران وسله وال ځواكونه د ايمان په زور او د ملت په ملاتړ د هر يرغلګر په وړاندې دريدلی او له خپلې خاورې اوبو او سرحداتو دفاع كوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د هيواد په سياسی فضاء كې د آرامښت د ساتلو لپاره د انقلاب د معظم لارښود توصيو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه مسئولان بايد د انقلاب د معظم لارښود توصيو ته ډيره پاملرنه وكړی او له كړكيچ جوړوونكو اقداماتو او د رهبرۍ د ستر مقام د توصيو پر خلاف كړنو د ډې ډې په كولو سره بايد له خلكو سره د هغوی داقتصاډی ستونځو په لرې كولو كې مرسته وكړی .
ښاغلی آيت الله مؤحد كرمانی چې د تهران د جمعې په لمانځه كې ېې دا لومړنۍ خطبه وه زياته كړه د عمومی آرامښت ساتل او د خلكو د اقتصادی ستونځو لرې كول د ملت غوښتنه ده او هغه د چارواكو پر يوالی غږملتيا او د خلكو پر خدمت ټينګار وكړ .
1149190
captcha