د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر له ویښتيا هدف خپلو انسانی حقيقتونو ته د انسانانو ستنيدل وبلل او زياته یې كړه،د ویښتيا معنی داده چې انسان په خپل ماموريت او حقيقت خبر شی ،پرې كنټرول ترلاسه كړی او چا چې ځان هير كړی ، د هغه لپاره ژوند،كمال او اصلاح بې معنا دی .
ښاغلی احمدی نژاد وويل د نړۍ په اصلاح كيدو كښې لومړی ګام د انسان اصلاحول دی ،او كامل انسان د كرامت لوړ مقام او له خاوری افلاك ته رسيدای شی
هغوئ د بشپړ انسان د مفكورې په وړاندې مقابل ټكی ،مادې مفكورې وبللی ،چې تمركز یې په شيطانې غوښتنو،سلطه غوښتنو او نړۍ پالنې دی.
1151202