IQNA

ايت الله خامنه ای: د سيمې انقلابونه بايد له نړيوال استكبار سره خپل واټن معلوم كړی

17:09 - December 11, 2012
د خبر لمبر: 2462188
سياسی او ټولنيزه ډله:د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په تهران كې داسلامی ویښتيا او د پوهنتونونوپه نړيوال كنفرانس كې ګډون كونكو سلګونو پوهانو او استاذانو په ټول كې د اسلامی ویښتيا د اهميت په بيانولو سره د اسلام او اسلامی شريعت د مقام په باب بشپړ تحليل وړاندې كړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای هم دا راز د انقلاب كونكو هيوادونو د خلكو رول په باب ځانګړنې او د هغوی په وړاندې خطرې او ګواښونو په اړه تحليل وړاندې كړ .
حضرت ايت الله العظمی سيدعلی خامنه ای هم دا راز د ملتونو په نيكمرغۍ او ژغورنې كې دټولنې دپوهانو اوشخصيتونو رول ته په اشارې سره ټينګار وكړ له دې منظره، د اسلامی ویښتيا او د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د استاذانو دغه غونډه له ډيراهميته برخمنه ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دژغورنې او نيكمرغۍ په لور دټولنې دخوځښت لپاره د استاذانو ،شخصيتونو او متفكرانو د رول لوبولو اصلی شرط اخلاص ،شجاعت ،هوښياری ، كار اوزيار او دتمو نه درلودل وبلل او روښانه ئې كړه اسلامی ویښتيا او په اسلامی امت كې ددغې ویښتيا رسوخ او نفوذ لويه پیښه ده چې نن سبا نړۍ ورسره مخامخ ده او په ځينو هيوادونو كې هم دانقلاب او دفاسدو رژيمونو دبدليدا سبب شوی دی
حضرت آيت ا...العظمی سيدعلی خامنه ای داسلامی ویښتياډيره ژوره او پراخه څپه وبلله اوداسلامی ویښتياله عبارته ئې ددښمنانوويرې ته په اشارې سره زياته كړه دوی ډير ې هلې ځلې كوی څوپه سيمې كې داوسنی لوی حركت لپاره داسلامی ویښتياعنوان ونه كارول شی،ځكه دښمنان دحقيقی اسلام نندارې ته له وړاندې كولو سخته ويره لری دوی همداراز ټينګار و كړ
هغوی له داسې اسلامه چې دډالرو غلام ،په فساد اواشراف پالنې كې ډوب وی او په خلكو كې نفوذ ونه لری ، نه ويریږی خو له هغه اسلامه ويریږی چې دخلكو په پرګنو كې نفوذ لری ، پر خدای توكل لری ، او له الهی ژمنې سره سم وی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښو د همداراز وفرمايل مونږ باوری يو اوسنی لوی خوځښت يوه اسلامی حقيقی ویښتيا ده چې په دومره آسانۍ سره به هم منحرفه نشی دوئ همداراز ېساته كړه ددغو حركتونو او انقلابونو په تيره بياپه مصر او تيونس او ليبيا كې تاوان پيژندنه هغه لومړنی ټكی ؤچې د اسلامی انقلاب معظم لارښود ورته اشاره وكړه او وې فرمايل د دغو تاوان پيژندنو ترڅنګ بايد د دغو انقلابونو موخې هم بيان شی ځكه كه هدفونه مشخص نه وی نو بيا به لالهاندی رامنیځة شی چې ډيرې بدې پايلې به ولری
1152054
captcha