IQNA

په تهران كې د اسلامی ویښتيا او د پوهنتونونو د استاذانو نړيواله غونډه پای ته ورسيده

9:46 - December 13, 2012
د خبر لمبر: 2462982
نړيواله ډله: پرون د اسلامی ویښتيا او د پوهنتونونو د استادانو نړيواله غونډه د ټولې دنيا د پوهنتونونو د شپږ سوه مسلمانو استادانو په ګډون سره په تهران كې پای ته ورسيده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې دا دوه ورځنۍ غونده د ولسمشر احمدې نژاد په وينا پيل شوې وه پرون ېې د ايران د تحقيقاتو د وزير كامران دانشجو او د ولس مشر د علمی مرستيالې نسرين سلطانخوا په وينا خپل كار ته پای وركړ .
ميرمن نسرين په خپلو خبرو كې وويل ايران د اسلامی هيوادونو د پوهانو د نړيوالې شبكې جوړولو ته چمتو ډئ چې د بې سرحده ډاكترانو په څير به خپلې څیړنې د خلكو په واك كې وركوی .
په دې غونډه كې د نړۍ د ۷۰ هيوادونو كابو ۶۰۰ استادانو چې ۳۵۰ ېې ايرانی او ۲۵۰ ېې د پاتې هيوادونو ؤ برخه درلوده.
د ويلو ده چې په دې غونډه كښې روستۍ بيانيه هم ولوستل شوه چې پكښې د نړۍ ټولو مجاهدانو بيا په تيره له امام خمينی رحمه الله عليه قدرونه شوی ده او نننۍ اسلامی ویښتيا لامل یې د امام خمينی رح پاڅون وګڼل.
1152448
captcha