د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نړيوال قدرت د شكل په بدلون كې د دينی مدرسو او پوهنتونونو د سټراټژيك رول د ملی كنفرانس مشر، علی اكبر ولايتی له خبريالانو سره په مركه كې وويل چې د سوریې خلك ډېر ژر د لويدیځو هېوادونو او مرتجعانو موته متوجه شول او له ځنډ پرته یې ځانونه له هغوی بېل كړل.
علی اكبر ولايتی وويل چې لويدیځوال وروسته له دې چې د سوریې له خلكو نهيلی شول، بهرنی وسله وال كسان چې د هغوی د ملا تېر له القاعدې او مختلفو عربی او غير عربی هېوادونو څخه دی، دې هېواد ته دننه كړل تر څو د غير عربو د وسلو په زور سره، د سوریې حكومت وپرځوی چې خلك د هغوی پر وړاندې ودرېدل.
په نړيوالو چارو كې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم مشر سلاكار د دې په بيانولو سره چې اوسنۍ نړۍ له دويمې نړيوالې جګړې وروسته نړۍ په شان نه ده، وويل چې دوه قطبی نړۍ كه څه هم نيمه پېړۍ دوام وكړ خو له مينځه وروست شو او غړی یې يو پر بل پسې كمزوری شول.
1152404