د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،چې د بحرين د فرورۍ د مياشتې د څوارلسمې نیټې د انقلابيانو د ائتلاف له ويب پاڼیې نقلوی چې د بحرين يو دينی عالم آيتالله شيخ محمد سند، وويل په بحرين كښې د بشری حقوقو حالات ورځ تر بلې خرابیږی او نړيوالو موسسو په هيواد كښې د بشری حقوقو د حالاتو په باره كښې په ځلونو خبرداری وركړی دی .
آيتالله شيخ محمد سند بحرين ته داروپا دپارلمان ديوه پلاوی راتلونكی اونۍ سفر ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغه حركتونه له كړكيچ څخه دال خليفه ديكتاتور رژيم دژغورلو او دبحرين دخلكو دغوښتنو دنه پوره كيدا لپاره دی او لويدیځ هيوادونه په تيره بيا امريكا كوشش كوی د بحرين كړكيچ حاشيه ايی موضوګانو او او دوسيو ته محدود كړی چې په دغه هيواد كښې د خلكو پاڅون د سياسی امتيازاتو په باره كښې د بحرين له حكومت سره دخلكو اختلاف وښيی.
د بحرين د ترټولو ستر سياسی ګوند الوفاق مشر شيخ علی سلمان هم وويل د بحرين د خلكو غوښتنه د ال خليفه رژيم څنګ ته كيدل يا د مشروطه سلطنيی حكومت جوړيدل دی او د بحرين خلك به د خپلو غوښتنو تر پوره كيدا پورې سوله ايزو مظاهرو ته دوام وركړی .
د بحرين د پارلمان استعفا شوی استازی جواد فيروز هم د حكومت د مخالفانو او دال خليفه ديكتاتور رژيم ترمينځ دخبرواترو له وړانديز سره مخالفت وكړ او ټينګار یې وكړ د خبرواترو لپاره دبحرين درژيم وړاندې هیڅ پروګرام او پلان نلری .
د بحرين د بشری حقوقو دمركز غړی عباس العمران وويل داعتراض كونكو پرضد دال خليفه رژيم دجنايتونو دوام ددې ښودنه كوی چې دغه رژيم له مخالفانو سره خبرواترو ته ګروهنه نلری .
د ويلوه ده چې په بحرين كښې د خلكو په ځپلو كښې سعودی عربستان، انګلستان، امريكا، متحده عربی امارات، اردن او ځينې نور عرب او اروپايی هيوادونه لاسونه لری .
1152499