IQNA

سردار جعفری: اسلامی ویښتيا د ايران له مقدسې دفاع سر چينه اخيستې ده

7:52 - December 19, 2012
د خبر لمبر: 2466453
سياسی ډله: سردار سر لښكر محمد علی جعفری چې د دافوس حربی پوهنتون محصلينو ته ېې وينا كوله وويل دا پوهنتون د سپاه ځواكونو يو ټر ټولو مهم روزنيز مركز د ئ چې په میړانه شهامت او خپل ټول توان سره له هيواده د دفاع لپاره خدمت كوی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه زياته كړه د سپاه د رامنځته كيدو اصلی فلسفه له اسلامی انقلاب دفاع ده چې اوس د دې ځواكونو لاس ته راوړنې د پام وړ ګرځيدلی او د اسلامی انقلاب په تاريخ كې ځلانده د ی.
سر لښكر جعفری زياته كړه د اسلامی انقلاب د لومړۍ لسيزې پر خلاف چې فوځی ګواښ بالفعل او اوليت ېې درلود اوس مهال فوځی ګواښونو بلقوه حالت غوره كړئ چې په اوليت كې ځای نه لری .
د هغه په وينا اوس مهال فرهنګی اقتصادی او سياسی جګړه مطرح ده چې سپاه ځواكونه هم په دې مرحلو كې درانه مسئوليتونه لری.
د سپاه ځواكونو قوماندان د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څرګندونو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه زموږ ماموريت حتې په خبرو كولو فكر كولو او چمتوالی كې تازه او نوئ شوئ
1156228
captcha