IQNA

صالحی: له تجربې ثابته ده چې د امريكې د مقاماتو په خبرو باور نشو كولای

7:52 - December 19, 2012
د خبر لمبر: 2466454
سياسی ډله: د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی وويل تجربې ښودلی ده چې د امريكا د چارواكو په خبرو باور نشو كولای.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی پرون له ايران سره د نيغ په نيغه خبرو اترو لپاره د امريكا د چمتووالی په باره كښې د ځينو خبرو په غبرګون كښې وويل خبرې هغه وخت د تعقيبولو وړ دی چې په برابرو شرايطو كښې وی او د مقابل لوری صداقت ښكاره شی خو د مقابل لوری لخوا د دښمانه كړچار او د دباو د دوام په شرايطو كښې د نيغ په نيغه خبرو اترو په شان د ادعاګانو مطرح كول بې معنا خبره ده .
د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی په دې خبرې سره چې خبرې اترې دمشكلاتو دحل لپاره كم لګښته او اصولی حل لاره ده وويل ايران په پرله پسې او دقيق ډول دامريكا عملی كړچار او دریځونه څاری او تر اوسه د ايران د ملت پرضد دامريكا په دښمانه سياستونو كښې هیڅ ډول بدلون نه دی ليدل شوی .
د ايران خارجه وزير د امريكا د مقاماتو د كړچار په متناقض والی ټينګار سره وويل امريكا له يوې خوا په افغانستان كښې ديوه ملی او ولسی حكو مت په ټينګيدا كښې دايران داسلامی جمهوريت د هڅو قدرونه كوی خو له بلې خوا ايران دشيطانې په چورليز كښې شاملوی .
دايران خارجه وزير علی اكبر صالحی دغه راز دايران په هوايی حريم دامريكا دجاسوسۍ الوتكو تيريو، ديواړخيزه بايكاټونو لګولو ، دايران دعلمی شخصيتونو له ټرور سره مرستو كولو ته په اشارې سره له ايران سره د نيغ په نيغه خبرواترو لپاره یې د امريكا د مقاماتو ادعا غير صادقانه وبلله .
1156271
captcha