د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عراقی رسمی خبری اژانس(براثا) یې نقلوی، جلال طالبانی پرون ماځیګر د خپل خراب حال په سبب د بغداد په عدنان روغتون كښې داخل شو.
ځينې خبری سرچينو د هغه د وفات په هكله خبرونه خپاره كړی وو خو دې خبری اژانس ويلی دی چې د هغه د مازغو ازمیښتونه دا ښيی چې هغه مغزی سكته كړې ده او ژوندې دی.
د ولس مشر دفتر د دې خبر تاييد وكړ او د هغه د رنځورۍ سبب یې د هغه د اخرنۍ ورځې زيات كار او سياسی اختلافات وښودل.
1156571