د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له خانه ملته یې نقولی، د اسلامی شورا د مجلس مشر په خپل پيغام كښې د حضرت عيسی مسيح(ع) زوكړه د ټولو هيوادونو د مجلس مشرانو ته مباركی وويله او په خپلو خبرو كښې یې ورپسې وويل: په داسې حال كښې چې د دې لوی پيغمبر د زوكړې ميلاد ترسره كوو مونږ ګورو چې په بيلا بيلو طريقو افراطی كسان د پيغمبرانو او الهی دينونو سپكاوې كوی چې ورسره د نړۍ ټول خلك غصه شوی دی او د دې بې شرمه كار غرض همدا دی چې خلك ورسره غصه كړی او د كلتورونو تر مينځ او هيوادونو تر مينځ جدايی راولی په داسې حال كښې چې ټولو پيغمرانو خلك توحيد، عدالت او اخلاقو ته بللی دی.
1159849