IQNA

د ايران ولسمشر احمدې نژاد د عيسايانو هيوادونو مشرانو ته د مباركۍ پيغام ولیږه

18:20 - December 27, 2012
د خبر لمبر: 2471075
سياسی ډله: د ايران ولسمشر محمود احمدې نژاد نن په بيلابيلو پيغامونو كې د عيسايانو هيوادونو مشرانو ته د عيسی عليه السلام د ميلاد مباركی وركړه .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې ولسمشر محـمود احمدې نژاد هيله څرګنده كړه چې په نوی كال كې په ټولنيزو هڅو سره د نړۍ والو لپاره پر توحيد ولاړ عدالت سوكالی، او آرامښت را منځته شی او په مينه او اخلاقو ولاړ د ژوند شرايط د نړيوالو لپاره برابر شی.
د اسلامی ايران ولس مشر د الهی پيغمبرانو لارښونو ته د نړيوالو ورګرځيدل د بشر د نجات يواځنۍ لار وبلله .
په دې پيغام كې راغلی چې په اوسنی اخلاقی ټولنيز او كلتوری بحران او كړكيچ كې معنويت ته ورګرځيدل د انسانانو اصلی اړتيا ده .
په دې پيغام كې د مسيحی هيوادونو حكومتونو او ملتونو ته له برياليتوب سرلوړی سعادت او بركت د ډك نوی كال هيله شوې ده .
1160549
captcha