IQNA

كاظم صديقی: د ايران ملت په پوهې سره د دښمانانو دسيسې شنډې كړی

15:00 - December 28, 2012
د خبر لمبر: 2471258
سياسی او ټولنيزه ډل: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ۱۳۸۸ هجری لمريز كال د مرغومی د مياشتې دنهمې نیټی (د ۲۰۰۹ ميلادی كال ددسمبر دمياشتې دديرشمې ) حماسه دايران اسلامی جمهوريت ته د ګوزار د وركولو په هدف سره د دښمانانو د هر ډول فتنې او دسيسې په وړاندې د ايران د ملت د چمتووالی او هوښيارۍ نښه وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دتهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی دلمانځه په ننيو خطبو كښې وويل دايران ملت دمرغومې په ۹ نیټه دايران داسلامی انقلاب ایډيالونو او حكومت ته دګوزار وركولو لپاره دلويدیځ ددسيسو په ناكامولو سره خارجی او داخلی دښمانانو ته سخته ماته وركړه.
هغه زياته كړه د ۱۳۸۸ هجری لمريز كال دمرغومې دمياشتې د۶ نیټه دسيسه دفتنې د عواملو په شمول دنړيوالو قدرتونو په پلان او حمايت سره رامينځټه كړې شوه خو دايران ملت په بصيرت او پوهې سره دغه فتنه شنډه كړه او دايران داسلامی انقلاب په تاريخ كښې یې يوه برخليك ټاكونكی حماسه ثبت كړه .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې دايران خلكو په تيرو ديرشو (۳۰) كلونو كښې په شهامت او زړورتيا سره دايران پرضد دعراق دپخوانی ديكتاتور صدام رژيم دتپلی جنګ په شمول دايران داسلامی جمهوريت پرضد داسلام د دښمانانو دټولو ګواښونو او دباونو په وړاندې مقاومت كړی دی له دې وروسته به هم خپلې لارې ته دوام وركړی .
دايران دجمعې لمانځه خطيب وويل دايران داسلامی جمهوريت دنظام دښمانان بايد پوه شی دايران ملت دحضرت امام خمينی ره له لارښوونو په ګټه پورته كولو سره دهغو كسانو په وړاندې چې وغواړی داسلامی انقلاب دایډيالونو پرضد دسيسه وكړی په پريكندوالی سره چلند وكړی . وروسته له دې چې يو شمير خرڅو شويو كسانو د۱۳۸۸ هجری لمريز كال دمرغومې دمياشتې په ۶ نیټه په تهران كښې په حسينی عزادارو حمله وكړه او بلوا یې رامينځته كړه په ټول اسلامی ايران كښې خلك دمرغومې دمياشتې په ۹ نیټه واټونو ته راووتل او دنظام له دښمانانو او داخلی دسيسه كونكو څخه یې كركه څرګنده كړه او داسلامی ايران د بنسټګر حضرت امام خمينی ره او داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای له ایډيالونو سره یې ميثاق نوی كړ .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دخپلو خطبو په دوام كښې دلبنان او فلسطين دغزې تړانګې له مظلومو ملتونو څخه ملاتړ دايران داسلامی جمهوريت اساسی اصول وبلل او زياته یې كړه امام خمينی ره دقدس دنيواكګر رژيم په وړاندې دفلسطين له ملت څخه ددفاع چارې ته ډير پام كاوه .
1161856
captcha