د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتو له ادارې یې نقلوی، د ايران د بهرنيو چارو وزارت علیاكبر صالحی په يو پيغام كښې د پاكستان د 30 زوارانو شهادت د پاكستان ملت حكومت او د شهيدانو كورنو ته تسليت وويل او د هغوی د روغتيا لپاره یې دعا وغوښته.
په دې بريد كښې چې د امام رضا عليه السلام د زوارانو قافله وه او له زيارت كولو وروسته بيرته تله 30 زواران شهيدان شوی دی.
وايی چې په دريو بسونو كښې په يو بس دا بريد وشو، دا پیښه په داسې حال كښې كیږی چې په پاكستان كښې هره ورځ په شيعه و زوارانو باندې داسې فرقه پال بريدونه شورو دی چې ډېر زواران په كښې شهيدان شوی دی.
1163712