IQNA

بشار الاسد: د شام نننۍ جنګ، د وطن دښمنانو او ترهګرو سره جنګ ده

16:51 - January 06, 2013
د خبر لمبر: 2476134
نړيواله ډله: د شام ولسمشر بشار الاسد نن د دغه هيواد د خلكو په ټول كښې وويل تر څو چې ترهه ګر په شام كښې فعاليت كوی او د بې ګناه خلكو وينې تويیږې، نو د نښتو د پای په باب كومه موافقه شونې نه ده .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د خبری ويب پاڼې «العرب آنلاين» یې نقلوی چې د شام ولسمشر وويل، حكومت په هيواد كښې دننه او بهر له مخالفانو سره خبرو اترو ته هوډمن دے، په شام كښې خبرې اترې بايد ملی او پراخه وی، په دغه هيواد كښې بايد ملی وحدت جوړ شی،په داسی ډول چې له مخې یې د اساسی قانون په هكله رایې واچول شی، څو د رايو په صندوقونو كښې د خلكو په شتون سره، د پارلمانی ټاكنو د ترسره كيدو امكان موجود وی .
د شام ولسمشر ښاغلی بشارالاسد زياته كړه د دغه هيواد نظام له بهرنيو دسيسو سره مخ دی او حكومت د سوريی د خلكو د د آمنيت د ټينګولو او واكمنئ د ساتلو لپاره له كورنيو او بهرنيو دسيسو سره مقابلې ته چمتو دی او هغه كسان به ونه بخښل شی چې لاسونه یې د خلكو په وينو ككړ وی. بشارالاسد وويل لويدیځی رسنۍ ناوړه تبليغات كوی او غير حقيقی خبرونه خپروی ،څو نړيوال د شام د نظام پر ضد ولمسوی او حققيتونه نه وايی.
1167087
captcha