IQNA

د پاكستان په كویټه كې د شيعيانو د شهادت په اعتراض كې د نړۍ شيعو پراخې مظاهرې تر سره كړې

18:59 - January 13, 2013
د خبر لمبر: 2479513
نړيواله ډله: د پاكستان شيعيانو په كراچۍ كې د پراخو مظاهرو په ترسره كولو سره د امريكا پر ضد چې د هغو په وينا په دغه هيواد كې له ترهه ګرۍ ملاتړ كوی، شعارونه وركړل
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «985fm»، یې نقلوی چې د زيارت ورځې په مرګونو بمب چاودنو او ځان وژونكيو حملو كې د پاكستان د ګڼ شمير شيعيانو شمول څه د پاسه ۱۲۰ كسان ووژل شول .
ويل كیږی چې دغه ډول حملې د اورپكو ترهه ګرو له لوری ترسره كیږی او پكې ګڼ شمير شيعيان وژل كیږی .
د دغه راپور پر اساس د پاكستان د وحد ت مسلمين شورا يوه مشر مولانا امين شهيدی په يوه مطبوعاتی كانفرنس كې د شيعيانو د وژلې په دليل د دغه هيواد د پوځ په مشر جنرال اشفاق كيانی سخته نيوكه وكړه .
ښاغلی امين شهيدی وويل زه د پا كستان د پوځ له مشر پوښتنه كوم چې په تيرو دريو كلونو كې چې په دغه څوكۍ موجود ياست ، څه دې كړی دی ؟ايا له مړګه پرته دې بل څه زمونږ لپاره راوړی دی ؟
له بلې خوا په كویټه كې د ترهه ګرۍ په ديرې بوږنونكی پیښې كې چې پكې كابو سل كسان وژل شوی دی ،
د كویټه يكجهتی شورا مظاهرې ترسره كړې او پوځ ته یې د كویټه ښار د امنيت د سپارلو غوښتنه وكړه . په دغو پراخو مظاهرو كې ښځو ، بوډاګانو او ماشومانو هم ګډون كړې دې . په دې وخت د ۸۶ شهيدانو مړی هم كیښودل شوی دی او مظاهرې روانې دی او مظاهرچيان وايی تر څو چې پوځ د كویټه د امنيت د تامينولو مسوليت پرغاړه نه وی اخيستې ، خپلو مظاهرو ته به دوام وركوی .
په دې وروستيو كې په پاكستان د مظلومو او بیګناه خلكو په تيره بيا شيعيانو پر ضد د لشكر جهنګوی ، تحريك طالبان او سپاه صحابه ترهه ګرو ډلو حملې زياتې شوی دی ، خو حكومت او مسولين تل تشی ژمنې كوی او د ترهه ګرو پر ضد هیڅ ډول اقدامات نه ترسره كوی .
همدا راز په انګلستان كې ديره په سلګونو پاكستانيانو په لندن كې دپاكستان دسفارت په وړاندې په غونډيدا سره دپاكستان په كراچۍ كویټه او پیښور كې وروستۍ ترهه ګرې پیښې په سخته وغندلې .
دوی همداراز دپاكستان داهل تشيع په عامې وژلې په اعتراض كې دپاكستان د صوبائی او مركزی حكومتونوپر لټيو سخت اعتراضونه وكړل او پخپلو شعارونو كې ئې غوښتنه وكړه كه دپاكستان ولسی حكومت د خپلو ښاريزو امنيت نشی تامينولی نو د پاكستان پوځی ځواك ته دې د ښارونو دكنټرول اجازه وركړی داپه داسې حال كې دی چې دې ته ورته مظاهرې په آسټراليا ، جرمنی ، فرانسې او د څو نورو اروپائی هيوادونو پشمول په ډيرو هيوادونو كې شوی او دپآكستان له حكومت اوله نړيوالو اورګانونو ئې غوښتی دی چې د پاكستان داهل تشيع دعامې وژلې په مخنيوی كې دې جدی ګامونه پورته كړی او پیّلی اوتالی څټی ترهه ګردې چې ويل كیږی دپآكستان ځينی استخباراتی كړۍ هم ورسره ملګرتياكوی سزا كړی وروستی راپورونه ښئ چې پرون هم دپاكستان په زياتره ښارونو كې د بلوچستان دكویټه اهل تشيع سره دخواخوږۍ لپاره سترې مظاهرې شوی او ټاكل شوې چې نن هم دكویټه د مظلومو خلكو په ملاتړ كې چې له بل پرون راهسې ئې له خپلو ۸۶شهيدانو جنازو سره يو ځای دكویټه په علمدار روډ كې پرلتۍ وهلی دی.
په پاره چنار پیښور پنډۍ كراچۍ لاهور ملتان فيصل آباد اوڅو نورو سترو ښارونو كې مظاهرې وكړی او كه دپاكستان حكومت دكویټه دخلكو غوښتنې ونه منلې نو ممكنه ده دكویټه پرلتۍ وهل درست هيواد ته وغزیږی او ممكنه ده بيا به كنټرولول د حكومت له لاسه ووځی.
1170221
captcha