IQNA

دشهيدانوجنازې به تر هغه خاورو ته ونه سپاری چې كویټه ښارپوځ ته ونه سپارل شی

18:59 - January 13, 2013
د خبر لمبر: 2479514
نړيوا له ډله: د پاكستان د اهل تشيع زياتره مشران په همداوروستيو څو ورځو كې دهيوادپه بيلابيلو سيمو كښې د شيعه و په وژلو نيوكه وكړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په كویټه اوكراچۍ اوپیښور كې دڅه د پاسه ۱۳۰شيعيانو له ډله ايزو وژلو وروسته دپاكستان د پوځ پر عمومی قوماندان جنرال پرويز اشفاق كيانی په دغه هيواد كې د قانون او نظم د نشتوالی په دليل ورټهّ دپآكستان د مجلس وحدت مسلمين شورا يوه مشر علامه امين شهيدی پرون ناوخته په كویټه كې په يوه خبری كنفرانس كې وويل دپاكستان دپوځ له عمومی قوماندانه ئې دا پوښتنه كړې ده چې په دغې څوكۍ دهغه په درې كلن پړاؤ كې ئې څه كړی دی اودا چې ددغه هيواد لپاره ئې له لازياتو مرګ ژوبلو او جنازو پرته نور څه درلودلی دی ؟ علامه شهيدی زياته كړې د هغوكسانوجنازې به چې وړمه ورځ په كویټه كې په بم چاودنو كې قربانی شوی دی تر هغه وخته خاورو ته ونه سپاری چې پوځی ځواك كویټه ښار ته ورغلی نه وی.
دپاكستان په كویټه كې وړمه ورځ په دوو زورورو چاودنو كې څه دپاسه سل كساه شهيدان او څه دپاسه دوه سوه نور هم ټپيان شوی دی .
همداراز په كراچۍ ښار كې داسې كومه ورځ نه وی چې ددغه ښار ښاريز دخپلو بچيانو جنازې اوچتې نه كړی د پاكستان په بيلابيلو ښارونو كې پّ لسګو نوزره مسلمانانو دپاكستان په كویټه او كراچې د لسګونو بې ګناه خلكو په عامې وژلې په اعتراض كې سترې مظاهرې كړی او له حكومته ئې غوښتتی دی چې دتالی څټو اوپیّلو ترهه ګرو په وړاندې دې جدی اقدامات وكړی اويادې په ټولو ښارونو كې پوځی ځواك ديره كړی دسيمې ډير كارپوهان وآئی چې له يوې خوا له وسله والو طالبانو اوالقاعدې ډلې سره دمبارزې خبرې كیږی
او له بل پلوه همدغه تالی څټی طالبان اوالقاعدې ترهه ګر دی چې استعماری قدرتونه دسيمې دحالاتو دخرابولو لپاره ترې ناوړه استفاده كوی او دهمدغو تالی څټو په لاس چې كله هم وغواړی سيمه ناكراره كوی . دغه كارپوهان اوشناندی وائی كه دپاكستان حكومت دترهه ګرو او وسله والو طالبانو د كنټرولولو وس نه لری نو بيا ولې دپآكستان پوځی ځواك ته كنټرول نه سپاری؟
دوی دې خبرې كولو ته اړ دی څو ووائی چې داسې ښكاری دپاكستان حكومت ا وځينی پوځی اواستخباراتی ادارې نه غواړی ددغه هيواد خلك په آرام سره ژوند وكړی او دوی غواړی په درست هيواد كې اړۍ ګړۍ جوړه وی او د وی په آرام سره خپلې څوكۍ وساتی خودا ددوی كم عقلی ده اويوه ورځ به دپاكستان ټول ولس راپورته شوی وی او دددوی لپاره به د كراری او پټيدا هیڅ ځای نه وی او بيا به ئې استعماری قدرتونه هم په درد ونه رسیږی او دپاكستان مسلمان ملت به ورځينی غچ اخلی.
1170260
captcha