IQNA

په يورپ كې د مسلمانو محصلينو د ټولنې غونډې ته د ايت الله خامنه ای پيغام

22:02 - January 13, 2013
د خبر لمبر: 2479535
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله خامنه ای نن په يورپ كې د مسلمانو محصلينو د ټولنې ۴۷مې كلنۍ غونډې ته پيغام لیږه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله خامنه ای په خپل پيغام كې په ډاګه كړه چې د ايران د ملت ګران ځوانان او زامن بايد د نړۍ په هر ګوټ كې، د هېواد په اداره كولو كې د غوره رول لوبولو او د رسم شويو لرليدونو پر لور، اوچت او ګړندی ګامونه پورته كړی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام په دې پيغام كې ځوانان د ايران د راتلونكې مديران وبلل او ټينګار یې وكړ چې د سبا ايران بايد په عملی او علمی پوهې په سترو سرچينو سره، د سترو او تكړه او وړ مديرانو په لاس اداره شی او د ځوانانو له خوا په میړانې، ايمان او پوهې او زړورتيا سره د رسم شويو لرليدونو پر لور كړندی او اوچت ګامونه واخيستل شی.
د مسلمانو محصلينو د ټولنې ۴۷مه كلنۍ غونډه پرون په رسمی توګه د پاريس په ښار كې پيل شوه.
1170770
captcha