د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل «Press TV»یې نقلوی چې د افغانستان په كابل ښار كښې په زرګونو قهرجنو لاريون كونكو نن د مرګ په ترهګری په شعارونو سره د پاكستان په كوېټه كې هغه ترهګر بريدونه په كلكه وغندل چې په پايله كې یې په لسګونو شيعه مسلمانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
لاريون كونكی د ترهګرو بريدونو د پای ته رسولو د ترهګرو د پيژندلو او نيولو غوښتونكی شول او په ملګرو ملتونو یې غږ وكړ چې د پاكستان دولت فشار راوړی ترڅو د دې ډول بريدونو مخه ونيسی داپه داسې حال كې ده چې په دې وروستيو ورځوكې د پاكستان په كویټه كې ښاركې په سلګونو شيعه مسلمانان مړه او ټپيان شول او د هغو په زرګونو خپلوان یې د خپلو عزيزانو د ماتم په ټغر كښينول.
1171857