د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواك مشر محمد علی جعفری نن د ايران په جنوب لويدیځ كښې د خوزستان ولايت په دزفول او شوشتر ښارونو كښې د سپاه پاسداران او بسيج ځواك په ټول كښې وويل د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد د دښمنانو هر ډول پوځی ګواښ او خوځښت به د ايران د وسله والو ځواكونو له پريكنده او غاښ ماتونكی ځواب سره مخامخ شی .
د ايران دغه پوځی مقام په دې خبرې سره چې د ايران وسله وال ځواكونه له ګواښونو سره د مقابلې لپاره كامل چمتو والی لری وويل دغه ځواكونه له ټولو ظرفيتونو په كار اخيستلو سره د تير وخت په شان د ايران د اسلامی انقلاب او د اسلامی جمهوری نظام د برياوې ساتنه كوی .
د ايران د سپاه پاسداران ځواك مشر جعفری د ايران له اسلامی جمهوريت څخه د خلكو د ناهيلې كولو په هدف سره د ايران خلكو ته د دوكې وركولو لپاره د سلطه ګرو قدرتونو هڅې ته په اشارې سره وويل دا ډول سناريو به د ايران د اسلامی جمهوريت د ستنو د پياوړتيا او د نړيوال استكبار د دسيسو په وړاندې د ايران د ملت د بصيرت له لوړتيا پرته بله نتيجه ونلری .
1172666