IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلامی انقلاب او د ملت پرمختګ د الهی وعدې مصداق دے

6:52 - January 17, 2013
د خبر لمبر: 2481575
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نړيوال استكبار له دښمنيو او د باونو سره سره د ايران د ملت پرمختګ، توانمنۍ او د اسلامی انقلاب دوام د الهی وعدې د عملې كيدا مصداق وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د وسله والو ځواكونو د اطلاعاتو د ساتنې له كاركونكو او مسولانو سره په كتنې كښې وويل د الهی وعدې د تحقق عينی مصداق د ايران د اسلامی جمهوريت نظام دی چې د دښمانانو له ټولو دباونو سره سره د څلور ديرشو (۳۴) كلونو له تيريدا وروسته اوس هم په نړيوالو او سيمه ايزو مسايلو كښې يو محترم، قدرتمن او اغيزشيندونكی نظام دی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای د خدای د دين د مرسته كونكو ، متوكلينو او صابرانو په مرستې كښې د الهی وعدې پريكندوالی ته په اشارې سره وويل د استكبار جبهې خپل ټول توان كارولی دے چې د بايكاټونو او دباونو له لارې د ايران ملت تسليميدا ته مجبوره كړی خو د ايران ملت سختيانې زغمی ځكه چې د دښمن د ستراتژۍ په هدف، تاكتيك او نقشې پوهـ شوی او د سم تشخيص او فهم پر اساس عمل كوی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت د شيبې پيژندل، دښمن پيژندل او فهم يوه حيرانونكی مسله وبلله او زياته یې كړه د ۱۳۸۸ لمريز كال په پیښو كښې چې دښمن فكر كاوه د ايران د اسلامی جمهوريت پر ضد د هغوې لس(۱۰) كلن پلان نتيجې ته رسيدلے دے د ايران ملت په قدرت سره په ډګر كښې حاضر شو او نړيوالو معارضانو او مخالفانو ته یې څپیړه وركړه .
ايت الله خامنه ای ټينګار وكړ د ايران ملت به يو ځل بيا د سلواغې د مياشتې په ۲۲ نیټه د نړۍ خلكو ته خپل قدرت، فهم او شادابی وروښيی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز د اطلاعاتو ساتل د وسله والو ځواكونو ايمنی برخه او د هغه مسوليت یې دروند، وياړ رامينځته كونكی او له منزلت او شرف سره يو ځاې وباله وويل د اسلام له نظره وسله وال ځواكونه د يوه بې ارادې ګاډی او ماشين په شان يوه مكانيكی ټولګه نه ده بلكې يوه انسانی اداره ده چې د عقل، پوهې، ارادې، عزم، فيصلې، ايمان او د عواطفو ټولګه ده.
1172963
captcha