د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا كانفرنس به د ميلادی كال د جنورۍ په ۲۷ او ۲۸ په تهران كښې كیږی .
ښاغلی محسن اراكی وويل په ټول كښې د ايران زر پوهان او متفكران او د اسلامی نړۍ ۳۰۰ سياسی ،عليكی او كلتوری شخصيتونه هغه كسان دی چې د مصر د الازهر،د سوډان د ،تونس ،سوريی مفتی اعظم ، د پاكستان وتلې پوهان او د فار س خليج د حوزی د هيوادونو روڼ اندې او متفكران د دې كنفرانس ميلمانه دی .
نوموړې زياته كړه ځينې شحصيتونه په دې دليل چې هيوادونو یې پيلې دی په دغه كنفرانس كښې له ګډونه منع كړای شوی دی ،خو له دې سره سره زياترو پوهانو د وحدت اسلامی په كنفرانس كښې ګډون منلی دی .
د اسلامی مذهبونو د تقريب يا نږديوالې د نړيوالې ټولنې مشر وويل د وحدت د اونيزې لومړۍ جمعه سږكال د رسول اعظم (ص) ورځ نومول شوی او په دې لړ كښې به د نړۍ په بيلا بيلو سيمو:ښې ستر جشنونه جوړ شی او د سلواغې په شپږمه د جمعی په ورځ به د اسلامی هيوادونو د ملګرتيا د مؤسسې د مشرانو د ناستې په هال كښې ځانګړی پروګرام جوړ كړای شی. همدغه راز به په دې كانفرنس كښې د وحدت اسلامی منشور چې په تيرو كلونوكښې تدوين او تصويب شوی، يو ځل بيا خپور شی .
د ريبع الاول له ۱۲ تر ۱۷ چې د اسلام د ګران پيغمبر د نيكمرغه زوكړې له كليزې سره برابره ده، د نړۍ د مسلمانانو د وحدت لپاره د امام خمينی (رح) په وړانديز د وحدت اونۍ نومول شوی ده .
1174593