د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «ليبانون نيوز»، یې نقلوی چې په بحرين كې د انقلابی فعاليتونو په زياتيدا او دې اوونۍ د جمعی په ورځ په ټول هيواد كښې د پراخې مظاهرو په تر سره كيدو له امله د بحرين باچا له دې كړكيچه بهر وتلو په موخه د خپلو سياسی مخالفينو سره د خبرو اترو په كولو ټينګار وكړ.
په دې اړه د بحرين د قانون او اسلامی چارو وزارت سره تړلې سياسی تنظيمونو سره تړلې دفتر تيره ورځ اعلان وكړ چې د بحرين باچا "حمد بن عيسی آل خليفہ" ټولو سياسی ګوندونو ته د قومی خبرو اترو كولو بلنه وكړې ده.
د ويلو ده چې د حكومت مخالفو ډلو تيرو خبرو اترو كې برخه نۀ وه اخستی.
1176158