IQNA

19:12 - January 25, 2013
د خبر لمبر: 2485764

ايت الله كاشانی: د مسلمانانو يوالې د دښمنانو د دسيسو په وړاندې د هغوی د برياليتوب، راز ده

سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم او امام جعفر صادق عليه السلام د نيكمرغه ميلاد او د وحدت د اوونۍ د پيل د تبريكۍ په ويلو سره وويل د وحدت اوونۍ د مسلمانانو تر مينځ د يوالی او اتحاد عامل ده او اسلامی امت كولای شی په يوالی سره د دښمنانو د ديسيو په وړاندې برياليتوب ته ورسیږی .

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله امامی كاشانی هم دا راز د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب كليزې ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران اسلامی انقلاب په بيلابيلو په تيره د ټيكنالوژۍ په برخه كې د اسلامی ايران د پرمختګ لامل شوې دے او په عربی او سيمه ايزو هيوادونو كې هم ولسی انقلابونه چې د استكباری نظامونو په وړاندې پيل شوی د ايران له اسلامی انقلاب ېې الهام اخيستے دے.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب څرګنده كړه ايران له اسلامی انقلاب وروسته د نړۍ د مسلمانانو ملاتړے وګرځيد او اوس مهال د عربی هيوادونو پر خلاف د سلطې د نظام او صهيونيستی رژيم په وړاندې د مقابلې او مقاومت مهم عامل دے .
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی د سلواغې ۲۲مې په ورځ د اسلامی انقلاب د برياليتوب په مناسبت د خلكو لاريونو نو ته هم اشاره وكړه او څرګنده ېې كړه د سلواغې ۲۲مه هغه ورځ ده چې د اسلامی ايران ملت به په پراخو لاريونونو سره نړۍ ته خپل عظمت وروښيی او نړيوال استكبار ته به په ډاګه كړی چې د ايران ملت مقاوم ملت دے چې په بنديزونو سره له پخښو نه شی غورځيدلای .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله كاشانی هم دا راز د ايران په وړاندې د لويدیځ بنديزونو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د اقتصادی ستونځو حل د ايران د ملت په لاس كې دے او خلك كولای شی په يوالی او له حكومت سره په ملګرتيا اقتصادی ستونځې حل كړی او د دښمنانو دسيسې شنډې كړی.
آيت الله امامی كاشانی په ايران كې د ټاكنو ۱۱ پړاو ته هم اشاره وكړه او ټينګار ېې وكړ د ايران ملت به په ټاكنو كې په پراخ ګډون سره د لويدیځ ټولې تبليغاتی هڅې او دسيسې خنثی او شنډې كړی .
1177335
captcha