سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت په سپاه پاسداران پوځ كښې د انقلاب ستر لارښود د كلتوری او تربيتی استازی مرستيال د لوئې قرآنی جشنوارې په څنډې كې د خبريالانو په ټول كې د يوې پوښتنې په ځواب كې چې آيا د تركیې او سورئې په پولې كې د ديره كونكی پیټرياټ توغندی د نورو هيوادونو لپاره ګواښ دی؟ زياته كړه په دې باب زمونږ دریځ روښآنه دے او دا د سيمې د امنيت لپاره ښه كار نه ګڼو
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت په سپاه پاسداران پوځ كښې د انقلاب ستر لارښود د كلتوری او تربيتی استازی مرستيال ښاغلی سردار محمدعلی آسودی وويل د سيمې په هيوادونو كې د بهرنيانو شتون تل د سيمې او ملتونو په ضرر دے ځكه هم د همدغو هيوادونو لپاره د حاكميت د خلاف ورزيو سبب كیږی او هم د ګاونډيو هيوادونو لپاره ممكنه ده مشكلات رامينځةكړی .
سردار محمدعلی آسودی په دې خبرې په ټينګار سره چې هغو پیښو چې په سيمې كې د پرديو ځواكونو په شتون سره پیښیږی، د بشپړ خيال ساتنې سبب كیږی زياته كړه، د سيمې هيوادونو په تيره بيا اسلامی هيوادونو ته سپارښتنه كوو چې پرديو هيوادونو او هغو هيوادونو ته چې نامې ئې په سلطه غوښتنې مشهورې دی خپلو هيوادونو ته د ورتلو لاره ورنكړی كه لاره وركړی نو دغه سلطه غواړی بيا په دومره آسانۍ سره بيرته نه ووځی، نو ځكه بايد د خپلو هيوادونو ساتل بايد پخپله او د سيمې د هيوادونو سلا مشورې چې د زمونږ ټولو په ګټه دی د سيمې امنيت او ثبات تامينولی شی.
1177304