د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په نړيوالو چاروكې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاكار علی اكبر ولايتی د ايران پر وړاندې د امريكې د بهرنيو چارو د نوی وزير جان كری او دغه ر از د دې هېواد د دفاع د احتمالی وزير چاك هیګل د بېلابېلو دریځونو په اړه وويل: امريكايانو په تېرو ديرشو كلونو كې د ايران پر وړاندې له دښمنانه سياستونو څخه هیڅ نتيجه هم نه ده اخيستې
ښاغلی علی اكبر ولايتی په دې خبرې سره چې بايد امريكا دايران په ځانګړې توګه دايران داتومی موضوع ددریځ په اړه له سره غوروكړی وويل له سوله ييز اتومی فعاليت څخه ګټه اخيستل هغه حق دی چې دايران اسلامی جمهوريت به هیڅكله هم ترې تېرنشی.
1178188