IQNA

محسن اراكی: د اسلامی پسرلی لپاره بايد د اسلامی نړۍ د ویښتيا له نيسم څخه ګټه واخلو

17:38 - January 27, 2013
د خبر لمبر: 2487215
سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د تقريب يا نږديوالې د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله محسن اراكې هم په دغه كنفرانس كښې وويل د اسلامی پسرلی لپاره بايد د اسلامی نړۍ د ویښتيا له نيسم څخه ګټه واخلو ،هغه پسرلی چې پكې د اسلام غوټۍ لا وغوړیږی او د اسلام توانمنه ونه په درستې اسلامی نړۍ سيوری واچوی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،د اسلامی مذهبونو د تقريب يا نږديوالې د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله محسن اراكې وويل په دغه روان كنفرانس كښې د بيلا بيلو ډلو او فرقو شيعه او سنی وتوانیږی د اسلامی نړۍ د كړكيچونو د آوارې لپاره يوه حل لاره ولټوی ،چې د مسلمانانو د وحدت لامل او له مسلمانانو د دښمنانو لاسونه ورلنډ كړی .
آيت الله محسن اراكی وويل دښمنان هڅې كوی په اسلامی ټولنوكښې فتنه واچوی،اومسلمانان د يوه بل پرضد راپاڅوی،نو له دې كبله داسلامی نړۍ د پوهانو او عالمانو دنده چې د اسلام او د دين پرضد د فتواګانو مخنيوی وكړی .
د دغه كنفرانس يو بل وينا وال د عراق پخوانی لومړی وزير ابراهيم الجعفری ؤ \ې د اسلامی آو عربی هيوادونو د سفيرانو ،عالمانو،روڼ اندو او پوهانو په ټول كښې یې وويل نن سبا د مسلمانانو تر مينځ وحدت او يووالی په پراخيدو دی او دغه اتحاد به د سيمې د درستو ستونزو د آوارې كيلۍ وی .
هغه وويل مودت او دوستی هغه مفاهيم دی چې انسان توانيدلی دی په كارولو سره یې د يوه بل تر مينځ معنوی ارتباط پيدا كړی ،په همدې دليل نبی كريم (ص) وتوانيده په معنوی ارتباطاتو سره اسلام نړۍ ته معرفی كړی او وښيی چې دنړۍ د مسلمانانو تر مينځ وحدت د اسلام د پراخيدو يو عامل دی .
1178427
captcha