سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی په تهران كښې د اسلامی وحدت نړيوال كنفرانس ته په پيغام كښې وويل نړۍ نن سبا له نويو چيلنجونو سره مخ ده او مسلمانان هم د خپل يووالې او اتحاد د ساتلو لپاره له نوی وضعيت سره متناسبو نوښتونو او اقداماتو ته اړتيا لری،څو له موجوده ستونزو تير شی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی علی اكبر صالحی په اسلامی هيوادونو كښې د لاسوهنو لپاره د سلطه ګرو نوی دسيسې ،ړانده عمليات او متعصبو سرزورو پراختيا ستر چيلنجونه وبلل او ویې ويل په اسلامی ویښتيا سره په سيكولر حكومتونو سره هيوادونوكښې د اسلام پالو قدرت ترلاسه كول،له هروخته زيات دمسلمانانو سياسی او عقيدتی وحدت لا زياتوی .
د ايران خارجه وزير وويل سلطه ګر هيوادونو په اسلامی هيوادونوكښې د خپلو ناروا ګټو د تامين لپاره له هماغه پخوانيو رودو ،خو په نويو چوكاټونو او بيلا بيلو شعارونوكښې استفاده كوی .
د اسلامی وحدت شپږ ويشتم نړيوال كنفرانس برون نبی كريم (ص) د واحد اسلامی امت د وحدت د بيلګې په نامه په تهران كښې پيل شوی،چې د ۱۰۲ هيوادونو د شيعه او سنی عالمان او پوهان پكې ګډن لری ،چې نن به هم دغه كنفرانس پای ته ورسیږی.
په دغه كنفرانس كښې د مسلمانانو سپیڅلتياؤ،اسلامی ډلو ته سپكاوی جرم بلل كيدلو،د سوريی په څير د سيمې د اسلامی هيوادونو مهمې مسئلې څیړل كیږی.
1179041