IQNA

23:11 - January 30, 2013
د خبر لمبر: 2488828

له اسلامی ویښتيا سره په مقابله كښې د استكبار اصلی سياست، په مسلمانانو كې اختلاف اچول دی

سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ، له اسلامی ویښتيا سره په مقابله كښې د استكبار اصلی سياست، په اسلامی هيوادونو كښې له يوه بل سره د مسلمانانو ښكيلول دی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) او حضرت امام جعفر صادق (ص) د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت،د نظام له مسئولانو،دخلكو له بيلا بيلو پرګنو او په تهران كښې د وحدت اسلامی د شپږويشتم نړيوال كنفرانس د ګډون كوونكو ميلمنو او د اسلامی هيوادونو د سفيرانو په ټول كښې ، په اسلامی نړۍ په تيره بيا د آفريقا په شمال كښې د اسلامی ویښتيا حركت ته اشاره وكړه او ویې فرمايل، نن سبا له اسلامی ویښتيا سره په مقابله كښې د استكبار اصلی سياست، په اسلامی هيوادونوكښې له يوه بل سره د مسلمانانو ښكيلول او د هغوئ تر مينځ د اختلافاتو پيدا كول دی، نو له دې كبله د اسلامی نړۍ د سياسی او دينی پوهانو او پوهنتونوالو درنه دنده، د اسلامی اتحاد د شعار د تحقق لپاره جدی هڅې او داسلامی امت لپاره د دښمن د پلانونو سپينول دی .
هغوئ د اسلامی حركت د پيل په وسيله د حضرت خاتم النبيين (ص) له حكمونو د عملی پيروۍ لپاره شرايط برابر وبلل او ټينګاریې وكړ په اسلامی نړۍ د لويدیځوالو له لسګونو كلونو سلطې او دباؤنو وروسته،اوس مسلمانان دا احساسوی چې اسلام،د هغوئ د عزت،سرلوړۍاو خپلواكۍ زمينه جوړونكی دی او د اسلامی امت درستې هيلې د اسلام په بركت پوره كيدلای شی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای،په مسلمانانو كښې د لويدیځ استكبار او استثمار په مقابل كښې د ودريدلو د توان داحساس بڼه موندنه،او شاتګ ته د لويدیځوالو مجبوره كول د اسلامی ویښتيا بركت وباله او زياته یې كړه اسلامی ویښتيا چې د ايران د اسلامی انقلاب له پيله شروع شوی او اوس اسلامی نړۍ ته پراخه شوی ،د الهی ژمنو د تحقق نښه او د بريالی توب په لور حركت دی .
د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی اتحاد شعار ،يو سپیڅلی شعار وباله او زياته یې كړه ،د اسلامی جمهوريت بنسټګر حضرت امام خمينی (رح) د خپل ژوند په اوږدو كښې په ځلونو ټينګار وكړ چې مونږ اسلامی ورورګلوۍ ته ژمن يو او دغې لارې تر ننه دوام در لودلی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل د اختلافاتو د پيداكولو له دسيسو سره د مقابلې يوازينۍ لاره د مسلمانانو تر مينځ د اتحاد احساس دی.
د رهبرۍ ستر مقام د پاكستان د غميزو،په سوريه كښې د وژلو او جنګونو،په بحرين كښې د خلكو د غږ بندولو او په مصر كښې له يوه بل سره د خلكو د مخامخولو د غميزو په څير په مسلمانانو د اختلافاتو د پايلو بيلګې وبللی اوز ياته یې كړه په مسلمانوملتونو او يا په هر اسلامی هيواد كښې دننه هر اختلافی حركت په يقين او غوڅ دریځ سره ،په هغه ځمكه كښې د لوبې كول دی چې دښمن یې پلانونه كړی ده .
1179826
captcha