د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد اسلامی انقلاب چې په ايران كې رامينځةشوی دالهی نبيانو دكار ددوام يو حركت وباله او وې ويل اسلامی انقلاب يو سياسی حركت نه ؤ چې يوه ډله دبلې ډلې په ضد پاڅون وكړی او واكمنه شی او حتی ديوه حكومتی سسټم دبدلولو په معنا هم نه ؤ بلكې اسلامی انقلاب خپل حقيقت ته دانسانانو ستنيدا وه په همدې دليل دغه الهی انقلاب له يوه كس ،پرګنې ، ډلې يا لوری سره اړه نه لری
د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره وويل ټولو ډلو پرګنو اوقومونوپه اسلامی انقلاب كې رول درلودلی دی ځكه چې انقلاب ئې خپل بالهّ ، داسلامی انقلاب جنس له انسان سره اړه لری او ظاهری حدود بايد اسنانان سره جلا نه كړی او ټول بايد دانسان دلوړتيا او كمال ته درسيدا لپاره هڅه وكړی .كه دانسانانو ذهنيت ،زړه او هوډ او اراده بدله شی ، نو پرنړۍ واكمن نظام به ونړیږی او يو بل نظام به رامينځةشی او دا الهی حكم او كلام دی او دا ټولو الهی پيغمبرانو بيان كړی دی ځكه چې دوی ټول دانسان دژغورنې لپاره راغلی دی هغه روښانه كړه حضرت امام خمينی هم په همدغې انګيزې سره د اسلامی انقلاب چغه پورته كړه څو د انسانيت د ژغورنې لپاره ګام پورته شی.
1180379