IQNA

په سوريی د اسرائيلو هوايی حمله د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې كول دی

20:31 - January 31, 2013
د خبر لمبر: 2489045
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله غورځنګ وويل،په سوريی د اسرائيلو د جنګې الوتكو بريدونه ددې ښودنه كوی، چې صهيونست رژيم د سوريی په كړكيچ جوړولو كښې لاس لری .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Press TV» یې نقلوی چې حزب الله غورځنګ نن په يوه بيانيه كښې د سوريی په جمرايا سيمه كښې په يوه علمی تحقيقاتی مركز د صهيونست رژيم د جنګې الوتكو حمله وغندله او ویې ويل دغې حملې په تيرو دوو كلونوكښې د سوريی د بدلونونو تر شا لاسونه وښودل ،چې د دې ښودنه كوی د اسلامی او عربی ملتونو پرضد ستره دسيسه روان ده او لازمه ده چې نړيوالې ټولنه او درست اسلامی او عربی هيوادونه هغه وغندی،خو متاسفانه نړيوالې ټولنې په دغو حملو خوله پټه كړی ده.
له بلې خوا د اسرائيلو ټايمز خبر پاڼې هم د آمريكايی چارواكو له قوله خبر وركړ،چې آمريكا په سوريی د اسرائيلو په هوايی حملې كښې شريكه ده او له واشنګټن سره غږملتيا شوی وه .
عربی اتحاديی هم دغه حمله غندلی او ويلی یې دی دغه تيری د يوه عربی خپلواكه هيواد په خاوره ښكاره تيری دی او د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتو د منشور ښكاره خلاف ورزی ده نو نړيواله ټولنه بايد په عربی هيوادونو د اسرائيلو د حملو مخنيوی وكړی .
روسيی هم په دې حملی اندیښنه ښودلی او په يوه بيانيه كښې یې ويلی دی ډير زر به په دې اړه څیړنې وكړی او دغه غيرمسؤلانه حمله به وغندی.
1180782
captcha