IQNA

د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دښمن د دسيسو په وړاندې د اسلامی نړۍ په يووالی ټينګار وكړ

19:54 - February 01, 2013
د خبر لمبر: 2489307
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی نن د جمعې لمانځه په خطبو كې د وحدت اونۍ د اسلامی نړۍ لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر حضرت امام خمينی رحمه الله عليه يادګار وبلله او ویې ويل په اسلامی وحدت سره په سيمه كې د اسلام د غليمانو دسيسې شنډيدلې شی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام والمسلمين صديقی په سيمه كې د خپلو هدفونو په لړ كې د مسلمانانو ترمينځ د مذهبی جنګ او درز د رامينځته كولو لپاره د استكبار او صيهونيسټ رژيم دسيسو ته په اشارې سره زياته كړه اسلامی امت بايد د اختلافاتو په څنګته كولو او ځيرتيا سره دغه چلولونه او دسيسې شنډې كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز په سيمه او نړۍ كې د اسلامی انقلاب د اغيزو په اړه وويل دغه انقلاب په سيمه كې د قدرت انډول ګډوډ كړ او د نړۍ د مديريت لپاره یې نوی نظرونه وړاندې كړ ل .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب صديقی له اسلامی انقلابه د استكبار او لويدیځې نړۍ پرله پسې ماتو ته په اشارې سره جوته كړه غليمان هر ه ورځ د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام اوانقلاب پر ضد نوی پلانونه كوی چې د ايران د ملت او مسولانو په ځير تيا سره دغه دسيسه شنډه شوی ده .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی صديقی د فلسطين مسله د اسلامی نړۍ اصلی مسله وبلله او زياته یې كړه چې د سيمې ځينې واكوالان د دې پر ځاې چې د صيهونيسټ رژيم د نيواكګرۍ د مقابلې لپاره د فلسطين ملت مرسته او ملګرتيا وكړی، په خپلو اقداماتو سره د دغه ناروا رژيم د هدفونو په لړكې ګامونه پورته كوی .
هغه هم دا راز اسلامی ویښتيا د ايران د اسلامی انقلاب له امله وبلله او زياته یې كړه دغه ویښتيا لا پراخیږی.
1181010
captcha