د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر په سوريه د صهيونست رژيم د وروستی بريد په غندلو سره وويل په دمشق د صهيونست رژيم تيری دسوریې ضد هغه بلوا غوښتنه په ډاګه كړه چې دسيمې دڅو غږمله هېوادونو لخوا ترسره كیږی .
د ايران داسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی د عراق لبنان او الجزاير د پارلمانونو له مشرانو سره په جلا جلا ټيلفونی خبرو كې وويل بايد اجازه ورنكړو چې د صهيونست نيواكګر رژيم په سوريه كې له شته حالاتو څخه په ګټې پورته كولو سره د سيمې د هيوادونو پرضد تيریګر اقداماتو ته دوام وركړی.
ښاغلی لاريجانی په ډاګه كړه د فلسطين مسئله هماغه شان د اسلامی نړی لومړنی مسئله ده او د سيمې شرايطو ته په پام سره به مسلمان ملتونه هغه شان د فلسطين له مظلوم ملت څخه خپل ملاتړ ته دوام وركړی.
په دې تيلفونی خبرو اترو كې د عراق لبنان او الجزاير هيوادونو د پارلمانونو مشرانو هم په سوريه د صهيونست رژيم بريد په كلكه وغانده او ویې ويل چې اسلامی هېوادونو د صهيونست رژيم له دسيسو سره د مقابلې كولو پر وړاندې په يوه ليكه كې ولاړ دی او ټينګار یې وكړ چې د سوریې مسئله له خبرو اترو او ديپلماتيكو چارو پرته بله د حل لار نلری او دا مسئله هیڅكله هم د زور او پوځی لارې نشی حل كېدلای.
1182931