سياسی ډله: د اسلامی ايران دفاع وزير سردار احمد وحيدی نن د امريكا د دفاع وزير د هغه تور په غبرګون كې چې ويلی ېې ؤ ايران د مينځنی ختیځ د بې ثباته كولو لپاره په قاچاقی ډول وسلې لیږی وويل دا ډول تورونه د نړۍ د عمومی افكارو په بله د اړولو او غولولو لپاره لګول كیږی تر څو د خلكو پام د اسلامی ايران د ورځ تر بلې زياتيدونكو پرمختګونو او په ځان بسياوو په بله واړوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د دفاع وزير زياته كړه په نړۍ كې د وسلو تر ټولو لوی دلالان په اسرائيلو او امريكا پورې اړوند دی او څیړنې ښيی چې هغوی په مستقيم ډول د پنټاګون او سی آی اې تر نظر لاندې فعاليت لری .
د سردار وحيدی په وينا د هغو وسلو ډيره برخه چې اوس مهال د سورېې د وسله والو په لاسو كې ډی او په دې هيواد كې پرې جنايتونه تر سره كوی د امريكا او صهيونيستی رژيم د وسلو د قاچاق يوه بيلګه ده .
دايران د دفاع وزير ښاغلی سردار وحيدی په وينا ايران د خپل اسلامی انقلاب د پيغام رسولو لپاره وسلو ته اړتيا نه لری بلګې په خپله خلك له دې انقلاب الهام اخلی خو په مكسيكو ، اوافريقا لويه وچه كې د وسلو قاچاق او په نړۍ كې له ترهګرو ښكاره ملاتړونه د امريكا د غير انسانی چارو بيله څرګنده بيلګه ده.
1182411