د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آيت الله خامنه ايی د خبرو اترو ميز ته د ايران راكاږل د امريكايانو لپاره د اړتيا وړ دوسيه وبلله او زياته ېې كړه هغوی نړيوالو ته وايی ښه نيت لرو خو چا د هغوی ښه نيت نه دے ليدلے .
د انقلاب معظم لارښود د خبرو اترو لپاره د امريكا څلور كاله وړاندې وړانديز ته هم اشاره وكړه او په ډاګه ېې كړه هماغه وخت هم ټينګار وشو چې ايران وارمخكې قضاوت نه كوی خو په دې څلورو كلونو كې ايران له دسيسو، د ايران د ملت د پوهانو له ترور او له فتنو ګرانو او ترهګرو د دوښمنانو له ملاتړ پرته بل څه ونه ليدل .
ښاغلی حضرت آيت الله خامنه ايی زياته كړه خبرې اترې هغه وخت معنی پيدا كوی چې دواړه لوری په برابرو شرايطو په ښه نيت او له چل او فريب پرته خبرې اترې وكړی نو له همدې امله ،خبرې اترې د خبرو اترو لپاره ،په تكتيكی ډول خبرې اترې او په نړۍ د خپل ځواك د منلو لپاره خبرې اترې يو له چل ولونو ډك حركت دئ .
د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايی امريكايانو ته په خطاب كې وويل د ايران د ملت په وړاندې مو وسلې ته لاس كړئ او بيا وائئ يا خبرې اترې يا ډزې كوو بايد په دې پوه شئ چې خبرې اترې او فشار يو له بل سره نه جوړیږی او د ايران ملت به له دې شيانو ونه ويریږی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت هوښيارۍ او د مقابل اړخ له چل ولونو ډكو حركتونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران بصير ،عزيز او له استقامت ډك ملت به د سلواغې په ۲۲مه متحد او يو لاس ډګر ته راووزی او په ملی او انقلابی حركت كې به يو ځل بيا له اسلامی نظام او دولت د خلكو بيلولو لپاره د دوښمن دسيسه ناكامه كړی .
د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آيت الله خامنه ايی هم دا راز د تيرو ۳۴ كلونو په پرتله د ايران د ملت اوسنۍځایګاه ته په اشارې سره څرګنده كړه د ايران ملت نورو ملتونو ته ورزده كړی چې كولای شی په مقامت د پرديو په وړاندې ودریږی او په خدای ج په توكل سره خپلواك مخكښ او سرلوړی حركت ته دوام وركړی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود بصيرت او ویښتيا د پرديو په وړاندې د مقابلې رمز وباله او ټينګار ېې وكړ خلك په بصيرت او عمومی هوښيارۍ په هر حركت كې د امريكايانو او صهيونيستانو لاسونه درك كوی او په خپل دریځ او كړچار كې نه تيروزی چې دا واقعيت زموږ لويه ملی ښیګڼه ده .
1185018