د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په لمانځلو سره دغه انقلاب ايرانی ملت ته الهی ډالۍ وبلله او زياته یې كړه د پرتمين اسلامی انقلاب د وخت د استعمار پالو او ظالمانو له سلطې د ايرانی ملت د خلاصيدا او عزت سبب شو .
ښا غلی كرمانی د دې خبرې په كولو سره چې د ايران د اسلامی انقلاب برياليتوب پر باطل د حق په برياليتوب كې د الهی ژمنو تحقق دې ، زياته كړه كه درست استكباری قدرتونه د حق په وړاندې ودریږی د خداوند متعال په حكم به درست نابود او برياليتوب به د حق د پلويانوپه برخه شی .
ښاغلی ايت الله موحدی كرمانی د دې خبرې په كولو سره چې حضرت امام خيمنی رح په خپلو تدبيرونو او لارښونو سره ايران له اړوند والی وژغوره ، جوته كړه د ايران غيرتی ملت د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر له لارښونو په پيروی كولو او د اسلامی انقلاب په لاره كې په سر شيندنو او زړورتيا سره د ايران له ګټو د وخت د طاغوت او استعمار پالو لاسونه لنډ كړل .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی انقلاب له برياليتوبه وروسته د ايران پر ضد غليمانو دسيسو ته په اشارې سره وويل د ايران ملت د ولايت فقيه په سيوره كې له هر ډول خطرې خوندی دې او د نړيوال استكبار له هیڅ ډول دباونو او ګواښونو ويره نلر ی .
ښاغلی ايت الله موحدی كرمانی د ايران په ملت له زياتيدونكيو دباونو او بايكاټونو د لويدیځ هدف د ايران له اسلامی جمهوری نظامه د ايرانی اولس سستول وبلل او ټينګار یې وكړ د ايران ملت له اسلامی انقلابه وروسته په درستو حساسو ډګرونو كې په شتون سره له اسلامی نظام سره خپله وفاداری ثابته كړی ده او همدا اوس به هم له بل هر وخت زيات په دې لاره كې كلك ګام پورته او د استبكار په وړاندې به ودریږی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د اسلامی ملتونو په تيره بيا په ځينو هيوادونو كې د شيعيانو او اهل سنتو ترمينځ د اختلافاتو ، درز رامينځته كولو او ورور وژنې لپاره د نړيوال صيهونيزم او استكبار د وروستيو دسيسو په اړه زياته كړه كه اسلامی هيوادونه خپل اتحاد وساتی نو هیڅ قدرت ورته ګوزار نشی وركولې .
دوی همداراز د نړيوال صيهونيزم او استكبار د درز اچونكيو سياستونو د تحقق د مخنيوی لپاره د اسلامی هيوادونو مسولينو ، روحانيونو او عالمانو ته په سپارښتنې سره له هغو وغوښتل په خپلو لارښونو سره د اسلام پر ضد د دسيسو د شنډولو لپاره ځير ووسی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د سوریې له كړكيچه د وتلو لپاره د ايران د بهرنی سياست د ادارې مثبت رول ته په اشارې سره وويل په سوريه كې د ترهه ګرو ماتې د سوریې د تباه كولو لپاره د امريكا ، اسرايلو او د سيمې د ځينو هيوادونو درست هدفونه ناكامه كړل او امريكا یې خبرو اترو ته په مخه كولو مجبوره كړه .
ايت الله كرمانی د دې خبرې په كولو سره چې په سوريه كې وژله او د بې ثباتی رامينځته كول د دغه هيواد د غليمانو لپاره له ذلت او سر ټیټی بله كومه نتيجه نه درلوده ، په سوریې د اسراييلو د وروستی حملې په اړه زياته كړه دغه تيرې به د سوریې له لوری پښيمانونكې ځواب ولرلې شی .
1185283