د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه پائيز پريكړه ليك كښې راغلی دی ،د اسلامی ايران ویښ او ولايت مداره ملت د آ مريكا په مشرۍ د لويدیځ د ليبرال ډيموكراسۍ د جبهې او دسلطی د نظام يواړخيز او ظالمامه كړه ايز بنديزونه غندی او د نظام له مسئولانو غواړی ،چې اقتصادی مقاومت سياست غوره كړی ،د ملی توليد په ډګر كښې جهادې ستراتيژې خپله كړی ،ايرانۍ پانګه اوكار ډګر ته راوباسی ،په ځوانو نوښتګرو تكيه وكړی،د دښمن شيطانی سناريوګانې شنډې كړی او هغه د اسلامی انقلاب د بدغواړو او د سلطې د نظام د رسواييو او ماتې لپاره په ډګر بدل كړی .
په دغه پريكړه ليك كښې راغلی دی،د ايران با بصيرته او دښمن پيژندونكی ملت ،همدغه راز د اسلامی ویښتيا په بستر كښې وروستی حيرانونكې سيمه ايز اونړيوال بدلونونه،د اسلامی انقلاب او د ايران د ملت له استكبار سره د مبارزې او مقاومت له بيلګې او سپیڅلی نظام له ایډيالونو داسلامی هيوادونو د اغيزمنلو له كبله بولی ،د سلطه ګرو قدرتونو له ملاتړه برخورو ديكتاتورانو له يوغ څخه د ژغورل شويو هيوادونو په چارو كښې بهرنۍ لاسوهنې غندی او د اسلامی ویښتيا په لاره كښې د انحراف دپيداكولو لپاره د دښمنانو د نقشو په وړاندې د هوښيارتيا په اړتيا ټينګار كوی .
د سباؤن د لسيزې د سلواغې د ۲۲ د لاريون د پای په پريكړه ليك كښې ټينګار شوی ملتونو د خپل برخليك د ټاكلو حق لری،او راغلی د بشری حقوقو او ډيموكراسۍ د مدعی ارګانونو او نړيوالو مؤسسو د مرګونې چوپتيا په سيورې كښې د آل سعود په ملګرتيا د آل خليفه رژيم لخوا د بحرين د بې ګناه او بې دفاع خلكو وژله غندی او د بحرين د مظلومو او مسلمانو خلكو له مقاومت څخه ملاتړ كوی .
د ايران داسلامی انقلاب د بريالی توب د ۳۴ كليزې د لاريون د پای په پريكړه ليك كښې ،آمريكا د ايران د ملت لومړنۍ دښمنه بلل شوی او د ګواښ او دباؤ په شرايطو كښې له ايران سره د خبرو اترو بيا مطرحول د سپينی ماڼۍ د سيمه ايزو سياستونو دماتې د جبران لپاره د آمريكا د اړتيا وړ ګټونكې پاڼه او د خبرو اترو ميز ته د اسلامی جمهوريت د خلكو او انقلابی نظام د وركاږلو لپاره يو غولونكی حركت بلل شوی دی .
په تهران كښې د ايران د اسلامی انقلاب د بريالی توب د كليزې په لاريونوكښې د ايران درستو مسئولانو او وزيرانو ،د تقليد مراجعو،د خلكو بيلا بيلو پرګنو،ځوانانو،ميرمنو،بوډاګانو هم ګډون درلوده .
د ايران د قضايه قوی مشر آيت الله صادق آملی لاريجانی،د نظام د مصلحت پيژندونې ټولنې مشر،آيت الله اكبر هاشمی رفسنجانی ،د ايران د وسله والوځواكونو لويی درستيز بريد جنرال سيد حسن فيروز آبادی ،د ايران داسلامی شورا مشر په قم كښې د ايران د اسلامی انقلاب د بريالی توب د كليزې په دستورو كښې ګډون كړی ؤ .
د ايران د قضايه قوی مشر لاريجانی په دغه سترمليونې لاريون كښې وويل،د ايران د ملت د ننې ستر حركت پيغام سلطه غواړو هيوادونو ته دادی،چې له ولايت سره دخلكو تړاؤ تلپاتې او پياوړی دی،چې خلك به په خپل ستر حركت سره له درستو دباؤنواو شرارتونو تير شی .
همدغه راز دايران داسلامی شورا مشر علی لاريجانی هم په قم ښار كښې د لاريون په مهال وويل،د آمريكا سياسی او اقتصادی دباؤنه او چلندونه،د خلكو په استقامت هیڅ اغيز نه كوی او دايران د ملت شتون دغه پيغام لری،چې دښمنان بايد خپل سياستونه بدل كړی .
د ايران د نظام د مصلحت پيژندونكې ټولنې مشر ښاغلی رفسنجانی هم په دغو دستورو كښې وويل،له درستو تبليغاتو سره سره ،چې ترسره كیږی،خلك له انقلاب څخه لاس نه اخلی .
1186234