IQNA

خاتمی: له اسلامی نظامه د ملت د بې زړه كولو لپاره د استكبار دباونه په ماتې محكوم دی

22:33 - February 15, 2013
د خبر لمبر: 2496719
سياسی او ټولنيزه ډله: ايت الله سيد احمد خاتمی نن د تهران د جمعی لمونځ كونكيو په ټول كې د دې خبرې په كولو سره چې له اسلامی جمهوری نظامه د ايرانی ملت د بې زړه كولو او د انقلابی ایډيالونو په لاره كې د ايرانيانو د حركت د درولو لپاره د امريكا او د هغې د ملاتړو چلولونه ماته خوړلی دی، وويل د ايران ملت به د ایټمی برخې په شمول د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره د درستو ګواښونو او دباونو په وړاندې مقاومت وكړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې په ټينګار سره چې له سوله ايزو ایټمی فعاليتونو د ايرانی ملت په حق د سترګو پټولو په هدف به د لويدیځ ایټمی خبرې اترې كومه نتيجه ورنكړی زياته كړه ایټمی خبرې اترې د ايران په ملت د زيات دباو لپاره د امريكا يوه پلمه ده .
ښاغلی ايت الله خاتمی وويل لويدیځ دې پوهه شی چې ايرانې ملت به نه يوازې له خپلو حقوقو تير نشی بلكې د دباونو له امله په مشكلاتو به په غلبې سره دشمنانانو ته پريكنده او ناهيله منونكې ځواب وركړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د سلواغې په ۲۲ د ايران د اسلامی انقلاب دبر ياليتوب د ۳۴ كليزې په لاريون كې د ايرانی ملت پراخ ګډون غير قابل تصور وباله او ویې ويل حتی د امريكا ځينو مقاماتو هم له درستو دسيسو او دباونو سره سره د دغه لاريون په پرتمنتيا او ولولناك والی اعتراف وكړ .
ښاغلی ايت الله خاتمی د سلواغې د ۲۲ نيتې په عظيم لاريون كې د خلكو ولولناك ګډون له ولايت فقيهه، د اسلامی انقلاب له ایډيالونو او شهيدانو سره د بيا تړون ښودونكې وباله او ټينګار یې وكړ ايرانې ملت په اسلامی جمهوريت كې د ولايت فقيه په چورليزتوب هماغه راز ټينګار لر ی او ټولو مسلو ته د رهبرۍ د ستر مقام له نظره ګوری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په كولو سره چې د ايران ملت په بيلا بيلو ډګرونو كې شتون خپله دنده بولی زياته كړه د ايران ملت به څلور مياشتې وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې په پراخ ګډون سره يو ځل بيا د نړيوالو په مخ كې د ايران د اسلامی جمهوريت له نظام سره خپله وفاداری ثابته كړی .
د جمعی خطيب ايت الله خاتمی په بحرين كې د اوسنيو بدلونونو په اړه د اسلامی ايران د دریځونو په هكله هم وويل د بحرين ملت بايد پخپله خپل برخليك وټاكی او دا د هغو حق دې چې د هيواد د راتلونكی په اړه فيصله وكړ ی .
1186213
captcha