د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د بحرين امنيتی ځواكونو پرون په دغه مظاهره چيانو په ګوليو او اوښلنو ګازونو سره بريد وكړ.
د بحرينی انقلابيانو په وينا امنيتی ځواكونه كله چې د خلكو له سيلاب سره د مقابلې توان په ځان كې ونه وينی په هغوی ډزې كوی.
په معترضو خلكو د ال خليفه د ځواكونو په پرونيو ډزو كې شپآړس كلن بحرينی ځوان حسين الجزيری وژل شوی و.
همداراز يوه بحرينۍ ښځه چې وړمه ورځ پّ ابوصبيع سيمه كې د عسكرو له خوا د اوښلنو ګازونو له امله ژوبل شوې وه نن مړه شوه .
د دغه كسانو په وژل كيدو سره د بحرين د انقلاب د وژل شويو كسانو شمير يو سل پينځه ويشتو تنو ته ورسيده .
1188808